نیمروز ولایت کې د ۱۴ پلچکونو د جوړولو او ۱۲ کانالونو د پاکاري د چارو له روان بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د لاندني هلمند سیندیزې فرعي حوزې، د کلیو پراختیا او د (WFP) سازمان چارواکو د نیمروز ولایت په خاشرود او چخانسور ولسوالیو کې د ۱۴ پلچکونو د جوړولو او ۱۲ کانالونو د پاکاري چارو له روان بهیر څخه څارنه ترسره کړه.
د یادو ریاستونو چارواکو د یادو پلچکونو د جوړولو او د کانالونو د پاکاري د چارو څخه د څارنې پر وخت اړوند مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.
