هرات ولایت کې د دادشان کانال د پاکاري او د نیطوطه چینې د جوړولو چارې د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
1

د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالي کې د دادشان کانال د پاکاري او د نیطوطه چینې د جوړولو چارې د یو میلیون او دوه پنځوس زره افغانیو په ارزښت د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي ملا سید عبدالسلام مستوفي آغا او د یادې حوزې د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوې.

د یادو پروژو چارې د اوبو سکتور د بشرپاله مرستو په مالي ملاتړ د هریرود- مرغاب سیندیزې عمومي حوزې تر څارنې لاندې پلي کېږي، چي په پلي کېدو سره به یې شپږ زره کورنۍ ورڅخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، لیدنه وکړه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، په داسې حال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

جوزجان ولایت کې د برېښنا رسولو دوو پروژو چارې د نږدې دوه میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

د جوزجان ولایت په قوش‌تیپې او درزاب ولسوالیو کې د برېښنا رسولو پروژو چارې د ۱ میلیارد، ۸۸۶ میلیونه او ۴۷۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۵
Background image

د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره شوه

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه. . .

بیرته تګ

User account menu