>هر څه د شریعت په تله کې» تر سرلیک لاندې د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سمینار  ترسره شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۳:۲۲
1

دغه سمینار د اوبو او انرژي وزارت د عمومي غونډو په تالار کې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف په شتون کې د دغه وزارت د ګڼ شمېر کارمندانو په ګډون ترسره شو.

په دغه سمینار کې، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس د شریعت له احکامو سره سم د کړنو د ترسره کولو په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې هغه وخت د انسان کړنې د بنسټیز ارزښت درلودونکي دي چې یوازې او یوازې د خدایﷻ د خوښۍ په موخه ترسره شي.

هغه همدارنګه په خپلو خبرو کې وویل چې اخروي ژوند له دنیوي ژوند څخه مهم دی او اړینه ده چې هر انسان په شپه او ورځ کې د خپل اخروي ژوند لپاره یو کره وخت وټاکي او په دې ټاکل شوې وخت کې خپلې کړنې محاسبه کړي.

ښاغلي مولوي عارف د دغو سمینارونو د ترسره کولو  موخه د کارمندانو د دیني او معنوي وړتیا لوړونه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د بشر د دنیوي او اخروي ژوند د بریا لاره یوازې د دیني احکامو زده کړه او پرې عمل دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه روزنیز او اصلاحي سمینارونه په اونۍ کې یو ځل د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د اوبو او انرژي په وزارت کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵
Background image

کندهار ولایت کې د برغني چکډم پروژه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په تخته‌پل ولسوالي کې د برغني چکډم پروژه د ۲ میلیونه ۱۵۴ زره او ۱۰۱ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د شاخوا ۴.۵ متره لوړوالي په درلودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۲
Background image

غزني ولایت کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او پاکاري چارې پيل شوې

د غزني ولایت په بنګي، مزدور کلا، سلطان باغ، رحیم خېلو او زاړه ښار په کلیو کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او  پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې پيل شوې.

د نوموړي کانال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۵۶
Background image

پروان ولایت کې د جنګل باغ سیمې د ترناب او سیلبر د بیارغونې او محافظتي دېوالونو د جوړولو پروژې چارې پیل شوې

د پروان ولایت د چاریکار ښار اړوند د جنګل باغ سیمې د ترناب او سیلبر د بیارغونې او محافظتي دېوالونو د جوړولو پروژې چارې د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالشکور. . .

بیرته تګ

User account menu