هلمند عمومي حوزوي ریاست کې د انرژي د سپما، ساتنې او اغېزمنتیا په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۲:۱۷
۱

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معينيت، د پایدارې انرژي عمومى رياست د انرژي اغېزمنتیا او  ساتنې رياست تخنيکى ټيم هر یو انجنیر عبد الله موسی زی، انجنیر شیر زمان کریمي، انجنیر عبد الله حسیني او انجنیر صدیق الله ځلاند د هلمند عمومي حوزوي ریاست څخه لیدنه وکړه.

د دغې لېدنې پرمهال،  د نوموړي عمومي حوزوي ریاست او د اوبو او انرژي فرعي ریاستونو کارمندانو ته د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره ، او همدارنګه د نوموړي عمومي حوزوي ریاست پر بام باندې د لمريزې برېښنا انرژي او د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې د امکان سنجي مطالعاتو  سروې او ارزونه ترسره شوه.

‎‎په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د هلمند عمومي حوزوي  ریاست او  د اوبو او انرژي فرعي رياستونو له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست کارمندانو هر یو انجنیر عبدالله موسى زى، د انرژي د ساتنې آمر او انجنیر صدیق الله ځلاند د انرژي اغېزمنتیا اقتصادي کارپوه، د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت لخوا مخکې له دې په څو وزارتونو / امارتي اداراتو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د قزاقستان جمهوریت له سفیر سره د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله خبرې وکړې

13 شوال 1447 هـ ق

11 حمل 1405 هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې، په کابل کې مېشت د قزاقستان له سفیر محترم ګازیز اکباسوف سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳
Background image

لغمان ولایت کې د یوه بولډروال پروژې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي په عزیزخان کڅ سیمه کې د یوه بولډروال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د اوبو لګولو په موخه خوشې شوې

د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي. . .

بیرته تګ

User account menu