هلمند ولايت کې  خاري کانال د جوړولو چارې د څه باندې څلور سوه زره ډالرو په ارزښت پيل شوې.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۲۱:۵۷
1

 د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار اړوند د بست کلا سيمه کې د خاري کانال او د هلمند سيند پر غاړه د ٩٠٠متره تحکيم کاري پروژې د څلور سوه، يوولس زره شپږ سوه پنځه ديرش  امریکایي ډالرو په لګښت د هلمند سينديزې حوزې رٸېس محترم الحاج ملا يعقوب قايم، د هلمند د عمومي سينديزې حوزې کفيل محترم انجنير حبيب الله دين دوست او يو شمېر نورو مسٶلينو او علماو کرامو په شتون کې پيل شوې . نوموړى استنادي دېوال د پنځه متره په لوړوالي او د څلور متره په عرض سره او د ياد کانال تحکيم کاري د ٩٠٠ متره په اوږدوالي سره جوړيږي، چې پکې ګڼ شمېر هیوادوالو ته د کار زمينه چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu