ولسمشر غني: "نن ډېر خوښ یم، نن مې د کمال خان بند مستې څپې ولېدې، د افغانستان ۷۰۰ کلنه د زړه هیله مې پوره شوه".

MEW-Media
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۲
55

کمال خان بند چې د هېواد یو ستره او ملي پروژه ده، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا یې چارې بشپړې او د اوبو ذخیره کول یې پيل شول. د دغه بند بشپړېدو سره د هېوادوالو په څېرو د خوښۍ موسکاوې خورې شوې او د ویاړ احساس یې وکړ. د نورو هېوادوالو تر څنګ د هېواد جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني هم خپله خوښي څرګنده کړه او کمال خان بند په اشارې یې وویل: "نن ډېر خوښ یم، نن مې د کمال خان بند مستې څپې ولېدې؛ د افغانستان ۷۰۰ کلنه د زړه هیله پوره شوه". د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ د دغه سترې پروژې د بشپړېدو له امله د هېواد جمهور رئيس او ټولو هېوادوالو ته مبارکي وايي او خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې د هېواد اوبه به مهار کیږي؛ د کمال خان بند تر څنګ به یو شمېر نور بندونه بشپړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu