پاشدان بند څخه د هرات پوهنتون استادانو او محصلینو لیدنه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۳:۵۴
۴۴

د هرات پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو د یو علمي سفر په ترڅ کې د تخنیکي چارو زده کړو او علمي څېړنو په موخه د پاشدان بند څخه لیدنه وکړه.

په دغه سفر کې د مرغاب هریرود سیندیزې حوزې عمومي رئيس عمر اسحاق او هرات سیندیزې فرعي حوزې رئيس حسن فضلي د پروژې مختلفو تخنیکي برخو په اړه د هرات پوهنتون محصلینو ته معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د پوهنتونونو او محصلینو سره په دغه ډول علمي سفرونو کې همکاره ده او د دغه ډول علمي برنامو زمینه ورته برابروي.

دغه اداره تر اوسه پورې په دې توانېدلې چې ډير شمېر محصلینو او کار کوونکو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي چې د مثال په توګه په پولتخنیک پوهنتون کې د اسیا پراختیاي بانک په مرسته د دغې ادارې کار کوونکو لپاره د ماسټري پروګرام، د جاپان هېواد د تحصلي بورسونو زمینه برابرول، د فورټسکیو کمپنۍ سره د دغې ادارې کار کوونکو لپاره د هوکړه لیک لاسلیک او د دغې ادارې ۷۴ تنه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا پېژندل شوي یادونه وکړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu