پنجشیر ولایت کې د سیند د څنډو د تحکیماتو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۹:۴۴
1

 د پورتني پنجشیر(بازارک) سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي فضل الله عادل او ورسره مل تخنیکي ټیم د پنجشیر ولایت د شتل ولسوالي په سفیدار باغ کلي کې د سیند د څنډو د تحکیماتو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu