پنجشېر ولایت کې د دریو پراختیايي پروژو چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي

د پنجشېر ولایت په آبشار، درې او پریان ولسوالیو کې د اوبو رسولو کانالونو او د استنادي دېوالونو د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د ۲۹ میلیونه ۸۶۹ زره او ۱۹۰ افغانیو په لګښت په چټکۍ سره دوام لري، چې چارې یې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي.
د یادونې وړ ده چې د دغو پروژو چارې به ژر پای ته ورسېږي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.