پهٔ پروان ولايت کې د۶ ټولګټو پروژه اجتماعي، اقتصادي، زراعتي او چاپیریال ساتنې تخنیکي سروی ترسره شوه.
د کابل سیندیزې حوزې عمومي رياست او د چاریکار غوربند سیندیزې فرعي حوزې رياست تخنیکي ټیمونو د پروان ولايت مرکز چاريکار او د پروان ولايت په شينواری او سیاګرد ولسوالیو کې د شپږ ټولګټو پروژو، چکدمونو او تحکیماتي دیوالونو اجتماعي،تخنیکي، اقتصادي، زراعتي، او چاپیریال ساتنې ،سروی ترسره کړه.
د دې پروژو په عملي کولو سره سلګونه خلکو ته د کار زمينه برابريږي او دسیلاب لهٔ خطر څخه سلګونه هکتاره زراعتي ځمکې او د اوسيدنې کورونو د ساتنې زمينه به هم برابره شي.