په ارزګان ولایت کې د ۱۵ چکډمونو او ۵ سربندونو سروي ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۱۴:۲۰
1

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د ۱۵ چکډمونو او ۵ سربندونو سروي د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې انجنیري ټیم له لوري ترسره شوه.

همدارنګه، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د دهراود ولسوالي په لبلان، د چوري ولسوالي په کنات او سراب کلیو کې د ګبیوني دیوالونو پروژو څخه څارنه وکړه. یادي پروژې د ADA موسسي له لوري ترسره کېږي. همدارنګه، د یادي موسسي له لوري د دهراود ولسوالي په لبلان کلي کې ۹۰۰ تنه نارینه او ۱۰۰ تنه ښځینه وو ته د کار په مقابل کې د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شوه.

د یادولو وړ ده چې د ترینکوټ فرعي سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم له لوري د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالي اړوند د هلمند سیند اوبو اندازه ګیري او د هایدرو میتیورولوژي استیشنونو دیټا واخیستل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوگر د اوبو او انرژي رئيس د هغه ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره د یوې ټولنیزې ستونزې د هوارولو په موخه وکتل

د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د هغه ولایت د محمد آغې ولسوالي د ابپران سیمې له قومي مشرانو سره د ابپران بند جوړولو پر سر د را ولاړې شوې ټولنیزې ستونزې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

خوست ولایت کې د شمل پيرانو سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د خوست د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پيرانو ویلګي سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

د پنج آمو عمومي حوزوي رئیس مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت لۀ خپل تخنیکي پلاوې سره د اوبو مدیریت د ارزونې او نظارت لپاره کندز ولایت قلعه ذال ولسوالي ته سفر وکړ.

هغه له سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره په رسمي ناسته کې د اوبو د سم مدیریت، اسراف مخنیوي، او د میراب سیسټم د ښه کولو په اړه د ولسوالي مقام او خلکو  ته اړینې سپارښتنې وکړې او د ځايي. . .

بیرته تګ

User account menu