په اوبو او انرژۍ وزارت کې د عام المنفعه ۳ پروژو قراردادونه لاسلیک شو.

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۸ - ۱۱:۵۲
اخبار

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجینر محمد گل خُلمی نن ( د ۱۳۹۸ کال د وږی ۲۶ نیټه) د فراه ولایت د بخش آباد بند د آبګردان تونل جوړولو پروژې، د هرات ولایت د کشک ولسوالۍ د لرسرخ د تحکیم کاری پروژې او د پنجشیر ولایت د خنج ولسوالۍ په پیشغور سیمه کې د سیند په لور د تحکیم کاری پروژې د ترکیه VISTAN INSAAT، نشنل ګولد او شاه ولی تکنیکل شرکتونو سره د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل، د پارلمان یو شمیر غړو او د دی وزارت یو شمیر ریسانو په شتون سره هوکره لیکونه لاسلیک شو.
ښاغلی خُلمی په هیواد کې د اقلیم بدلون او د کرنې سره د خلکو اقتصادي وابستګی له امله د اوبو مدیریت اهمیت او اړتیا په اشارې سره، د فراه ولایت د بخش آباد بند پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت یوه له کليدي پروژو څخه وبلله چی د یاد شوی بند د جوړولو سره تر
۶۸۰۰۰ هکتارو ځمکو به خړوبه کړي.
همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د سیند سواحلو د تحکیم کاری پروژو د سیلابونو د مهارولو او په چک بندونو کې د اوبو ذخیره کولو لپاره با اهمیت وبلله.
په ولسي جرګه کې د فراه ولایت د خلکو منتخب وکیل ښاغلیعبدالستار حسیني د بخش آباد بند جوړول د فراه ولایت خلکو یو له دیرینه هیلو څخه دی. او د دې پروژې د تطبیق کولو سره د فراه ولایت خلکو د بی وزلۍ له ستونزو څخه به خلاص شي. او ژمنه وکړه چې د فراه له خلکو په همغږي سره د امنیت چمتو کولو په برخه کې د پروژې مسوولانو سره همکاري وکړي.
د هرات ولایت د ولسي جرګې استازو غلام فاروق مجروح او د سیمین بارکزۍ هم د اوبو او انرژۍ وزارت د یادی پروژو د پاملرنه څخه قدردانی کړ پدی ولایت کې یې د دی پروژو تطبیق کولو په برخه کې د خلکو د همکاریو ته ژمنه وکړه.
د فراه ولایت د بخش آباد بند د آبګردان تونل جوړولو پروژې د افغانستان دولت د بودجه څخه د
۱۱.۸ میلیون دالرو په ارزښت د ترکیه VISTAN INSAAT شرکت سره د ۱۵ میاشتو په موده لاسلیک شو.
د هرات ولایت د کشک ولسوالۍ د لرسرخ د تحکیم کاری پروژې د
۱۲ میلیونو او ۵۰۱ زره افغانیو په ارزښت د شاه ولی تکنیکل شرکت سره قرارداد شوی چی د څلورو میاشتو په موده تطبیق کیږی.
د دې پروژې پلي کیدل سره د
۹۹۵ مترو د سواحلو ویجاړولو، د ۱۲۰ جریب ځمکو کرنیزې ځمکو او د ۳۵۰ کورنیو د بې ځایه کیدو څخه مخنیوی کیړی.
سربیره پردې، د پنجشیر ولایت د خنج ولسوالۍ په پیشغور سیمه کې د سیند په لور کې د تحکیم کاری پروژې د
۷۵ میلیون افغانیو په ارزښت د نشنل ګولد شرکت سره لاسلیک شو.
د دې پروژې د تطبیق کولو سره د پنجشیر ولایت د خنج ولسوالۍ د اوسیدونکو نورو ځایونو ته د مهاجرت مخه به ونیسي.
د دې شرکتونو استازو هم ژمنه وکړه چی دی پروژو د لوړ کیفیت او په ټاکلی وخت کې د پروژو تطبیق او ګته اخیستنی لپاره به وسپاری.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵۲
Background image

هرات ولایت کې د یوه چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د هریرود – مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د نوموړو ریاستونو ګډ تخنیکي ټیمونو د دغه ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د بدخشان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي سره یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۲۶
Background image

د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئیس د شیرین تګاب ولسوالي يوشمېر قومي مخورو او متنفذینو سره وکتل.

د فاریاب د اوبو او انرژي رئیس، محترم الحاج مولوي محی‌الدین مبارز د شیرین‌ تګاب ولسوالي له یو شمېر سپین‌ ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې د یادې ولسوالي د اوبو د کمښت ستونزې. . .

بیرته تګ

User account menu