په اوبو او انرژۍ وزارت کې له خصوصي شرکتونو سره د عام المنفعه ۴ پروژو قراردادونه لاسلیک شو.

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۹:۵۶
اخبار

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجینر محمد گل خُلمی نن ( د ۱۳۹۸ کال د تلی ۱۴ نیټه) د تیزان کانال د بیارغونې پروژه، د مرغاب سیند په پورته کې د ۴ هایدرولوژي سټیشنونو نصبول پروژه، د وزارت په محوطه کې د C_MO کارمندانو لپاره ودانۍ جوړول پروژه او په بدخشان، بغلان، تخار او کندز ولایتونو کې د اوبو کارونکو اتحادیو لپاره د فترونه جوړولو پروژه د راهو، حلیم حمید، نبی افغان او نوی سادات شرکتونو استازو سره د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل، د پارلمان یو شمیر غړو او د دی وزارت یو شمیر ریسانو په شتون سره هوکړه لیکونه لاسلیک شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی د اوبو مدیریت اهمیت او اړتیا په اشارې سره وویل: د دې پروژو په تطبیق کولو سره د اوبو د ضایع کیدو څخه مخه ونیول شي او د اوبو مدیریت وده ومومي چې د پروژی اوبه لګونې سیمو کې د کرنې پراختیا او زموږ هیوادوالو ته د کار فرصتونو ته لاره برابروی.
همدارنګه په پارلمان کې د هرات ولایت استازو ښاغلی قاضی محمد نذیر او آغلی شهناز غوثی د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست څخه قدردانی وکړه او د تیزان کانال بیارغونې د پروژه قرارداد لاسلیکول د هرات ولایت د خلکو د اقتصاد او کرنې د ودې لپاره یو اغیزمن ګام وباله.
د دې شرکتونو استازو هم ژمنه وکړه چی د دی پروژو د لوړ کیفیت او په ټاکلی وخت کې د پروژو تطبیق او ګته اخیستنی لپاره به وسپاری.
د تیزان کانال د بیارغونې پروژه د هرات ولایت په گذره ولسوالۍ کې موقعیت لری چی د ۴۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د نړیوال بانک په تمویل سره د راهو ساختمانی شرکت سره د ۱۵ میاشتو لپاره قرارداد شوی. د دی کانال د اوبو لګولو ظرفیت له جوړیدو وروسته ۴۸۲۱ هکتاره ته رسېږي، پداسې حال کې د جوړولو مخکی د ۴۰۰۰ د اوبو لګولو ظرفیت درلود. چی ۴۷۶۴ کورنیو د دی کانال څخه به ګټه واخلي.
په بادغیس او هرات ولایتونو کې د مرغاب سیند په پورته کې د ۴ هایدرولوژي سټیشنونو نصبول پروژه د ۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د نړیوال بانک په تمویل سره د حلیم حمید انجنیری او ساختمانی شرکت سره د ۱۲ میاشتو لپاره قرارداد شوی.
په بدخشان، بغلان، تخار او کندز ولایتونو کې د اوبو کارونکو اتحادیو لپاره د فترونه جوړولو پروژه د ۱۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د نوی سادات ساختمانی شرکت سره د ۱ کال لپاره قرارداد شوی. چی د ۴۵۰۰ تنو لپاره دندې چمتو کوي.
د وزارت په محوطه کې د C_MO کارمندانو لپاره ودانۍ جوړول پروژه چی د ۳۵۰۰ تنو ته د موقت ډول دندې چمتو کوي. د دی پروژه قرارداد د ۱۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د نبی افغان ساختمانی شرکت سره د ۸ میاشتو لپاره قرارداد شوی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۶:۳۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس سره د کجکي بند د پراختیا د اهمیت او د برېښنا تولید د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې

۵/ ثور/ ۱۴۰۵هـ ل

۸/ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئیس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل او د کجکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴۸
Background image

لغمان ولایت کې د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې بشپړې شوې

لغمان ولایت د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو سره په همغږي بشپړې شوې.

دغه کانال چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالي لري، د شاوخوا ۸۰۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۵۱
Background image

کاپیسا ولایت کې د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې پیل شوې

د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لاندنې پنجشیر – محمود راقي سیندیزې فرعي حوزې ریاست له مسؤلینو سره په همغږي پیل شوې.

نوموړی کانال چې ۲۰ کیلو متره. . .

بیرته تګ

User account menu