په تخار ولایت کې د ګنجعلي کانال د پاککاري د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۷هـ.ل
د تالقان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د تالقان ښار اړوند د ګنجعلي کانال د پاککاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د کانال د پاککاري پر اهمیت، حفظ او مراقبت باندې ټینګار وشو.
یاد کانال د ۲ زره جریبه کرنیزې ځمکې د اړتیا وړ اوبه برابروي او د پاککاري چارې یې له میر آبانو سره په هغمږي د عمومي حشر له لارې ترسره کېږي.
