په خوست ولایت کې د دوه میلیون او یو سلو اویا زره افغانیو(2170000) په ارزښت د شیخ زاید نمبر 3 چکډم د جوړولو پروژې د بنسټ ډبره کیښودل شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۶:۲۲
1

د نوموړې پروژې د بنسټ ډبره د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت، د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت، د شیخ زاید پوهنتون رئیس مولوي مسلمین راشد، د اقتصاد رئیس قاري اختر محمد عکرمه او یو شمیر نورو سمیه ییزو مسئولینو په شتون کې کیښودل شوه.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی چکډم 28 متره اوږدوالی، 5.7 متره لوړوالی او 3.5 متره په تهداب او 60 سانتي متره په سر کې سور لري، چې د دوه میلیون او یو سلو اویا زره افغانیو(2170000)  په ارزښت د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د څلورو میاشتو په موده کې پلي کیږي، چې پکې ګڼ شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو کیږي او د ځمکې لاندې اوبو په تغذیې او د سیلابونو په مخنیوي کې به رغنده رول ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس په کندز ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزې له نږدې وڅېړلې

 

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د کندز ولایت دشت ارچې، خواجه غار او کلباد ولسوالیو ته د اوبو د کمښت ستونزو، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

خوست ولایت کې د شمل پیرانو پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu