په خوست ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال د جوړولو او سربند د بیارغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۰:۲۰
1

د خوست ولایت په صبریو ولسوالي کې د ۱۴۰۰ مترو په اوږدوالي د سوري پان کانال او ورسره د ۵۱ ورخونو او یو شمیر پلچکونو د جوړولو او د سوري پان سربند د بیارغولو چارې د ۱۶ میلیونه او سل زره افغانیو په ارزښت بشپړې او د شمل خرم خوست سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت، د ولایت مقام استازي محمد رسول عادل، د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد زمان عمري، د اړیکو دفتر رئیس الحاج محمد علي ځدران او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

نوموړې پروژې د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د ۸ میاشتو په موده کې پلې شوې، چې پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه او ۶۸۸ هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu