په دایکنډي ولایت کې د اوبیزې برېښنا د د تولید د دوو دستګاوو د بیارغونې لومړنۍ سروې ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۹ - ۱۴:۴۲
1

د پورتني کندز(بامیان) سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو په دایکنډي ولایت کې د سرقول موم سنګ او غره لیچ اوبیزې برېښنا د تولید دستګاوو د بیارغونې لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو اوبیزو برېښنا د د ستګاوو د تجهیزاتو په بیارغونې سره به په دایکنډي ولایت کې څه باندې ۳۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.

همدارنګه د نوموړې حوزې مسؤلینو د دایکنډي ولایت د مرکز ولسوالي په هیژدي کلي کې د یو ځای د کوچني اوبیز پوټانشیل (MHP) د کابو ۵۰ کیلو واټ برېښنا په وړتیا تثبیت کړه.

په ورته مهال، د دایکنډي ولایت د انرژي ولایتي څلورمه ناسته د پورتني هلمند(دایکنډي) سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد، د کلیو د بیارغونې، صنعت او سوداګري، چاپيریال ساتنې او برېښنا ریاستونو او د مرکز زون(بامیان) د انرژي د تنظیم آمریت د استازو په شتون کې ترسره او د دایکنډي ولایت د برېښنا سکتور د اړوندو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژه د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د برکوچي خېلو کلي د استنادي دېوال پروژه د ۸ میلیونه، ۳۵۹ زره او ۲۹۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu