په زابل ولایت کې د یوه ګبیوني دېوال د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۱۱:۴۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم مولوي حمیدالله دلاور د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالي اړوند د بامیزو په سیمه کې  د خوړ د څنډو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه  د یوه ګبیوني دېوال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته په دې برخه کې اړین هدایات ورکړل.

دغه پروژه چې نږدې یو کیلو متر اوږدوالی لري، چارې یې د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د اف. اې . او سازمان په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي او په بشپړېدو سره به یې ګڼ شمېر کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۲۵
Background image

هرات ولایت کې د څه باندې ۵۰ کړیو خپل‌سرو څاګانو د کېندلو مخنیوی وشو

د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په دشت میرمنه، بدوي او رباط صفچه کې چې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالي اړوند دي، په بایرو او د حقابې نه‌لرونکو ځمکو کې د څه باندې ۵۰ ک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۱۲
Background image

غزني ولایت کې د عزیزي انرژي ګروپ د ۱۳۰ میګاولټ سولر سیسټم د برېښنا تولید شبکې جوړولو د توپوګرافي او جیوفزیک سروې بشپړې شوې

د دغې پروژې چارې په غزني ولایت کې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر اوسه پورې د توپوګرافي او جیوفزیک سروې بشپړې شوې، او د ماین پاکي چارې یې مخ په بشپړېدو دي.

ټاکل شوې ده، چې د نوموړې پروژې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۳۵
Background image

فراه ولایت کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو پروژه د نږدې ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فراه ولایت د بکواه ولسوالي په باغران کلي کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو پروژه د ۷ میلیونه، ۴۵۱ زره او ۹۱۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه استنادي دېوال د ۳۳۸. . .

بیرته تګ

User account menu