په زرمت او روحاني بابا ولسواليو کې د اتو کارېزونو د بيارغونې چارې پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۹:۳۲
1

د پکتيا ولايت په زرمت او روحاني بابا ولسواليو کې د اتو کاريزونو د بيارغونې چارې د یونسکو نړيوالې مؤسسې په مالي ملاتړ او همکارۍ د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست تر څارنې لاندې د ۶ ميليونه ۳۲۷ زره ۸۱۵ اعشاريه ۹۶ افغانيو په ارزښت سره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پېل شوې.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس الحاج مولوي محمد کریم فاتح، د دغه رياست تخنیکي سلاکار انجنير فضل الرحيم رحيمي او د رياست تخنیکي پلاوي، د رياستونو استازو، د قرادادي شرکت مسؤولینو، د سيمې قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو ګډون کړى و.
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس الحاج مولوي محمد کریم فاتح د يادې پروژې د پېلېدو په اړه خوښي وښودله او زیاته یې کړه چې په دغه پروژه کې د روحاني بابا ولسوالي د بادو، کوهیګر، رحمان خېل او کوز جانیک خېل؛ د زرمت ولسوالي د مرغۍ قلعه، بند، ګردن او بخشال کاريزونو د بيارغونې چارې ترسره کېږي، چې په مجموعي توګه د ۱۴۰۰ مترو په اوږدوالي د کانالونو پاکاري، د ۲۴۹۵۰ مترو په اوږدوالي د کاريزونو د تونلونو پاکاري، د ۲۰۸ مترو په اوږدوالي د کانالونو په اساسي ډول جوړول، د ۳۰ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په پلنوالي د اوبو څلورو خاورينو ذخيرو پاکاري او ۸ د ټولنيزو ودانيو جوړول پکې شامل دي او رغنيزې چارې به يې د درېيو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
په ټوله کې به د دغو اتو کاريزونو څخه ٥١٤٠ کورنۍ برخمنې شي. له دغو کارېزونو څخه اوس مهال ٩١٠ جريبه ځمکه خړوبيږي، چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به ١٨٨٠ جريبه ځمکه خړوبوي. په دغه پروژه کې به د ورځې تر ٢٠٠ تنو کارګرو ته د کار زمينه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۰
Background image

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی د "برېښنا صنعت" تر سرلیک لاندې ۲۵ نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه ایران هېواد ته په سفر ولاړ

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی چې پکې محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پایدارې انرژي عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزی، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي رئيس او محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۸
Background image

پکتیکا ولایت کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د نږدې ۵۰ زره افغانیو په لګښت نصب شول

د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت د برمل ولسوالي په مندرخېلو کلي کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د ۴۶ زره او ۲۴۰ افغانیو په لګښت نصب کړل.

د یادونې وړ ده، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۸:۴۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ترک کانال د پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالي اړوند د ترک په سیمه کې د ترک کانال د پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي.

د نوموړې پروژې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي ملاتړ د ارزګان د اوبو او انرژي. . .

بیرته تګ

User account menu