په غزني ولایت کې د څلورسوه زره(400000) امریکایې ډالرو په ارزښت د یو کانال، یو سربند او پنځه استنادي دېوالونو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۰:۱۳
1

نوموړې پروژې د غزني والي الحاج حافظ محمد امین عمري، د غزني سیندیزې فرعي حوزې د ولاړو اوبو ریاست رئیس مولوي محمد شفیق منصورعمر، د اقتصاد رئیس مولوي نادرشاه شریف او د یاد ولایت د یو شمیر قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په نوموړو پروژو کې د 2000 مترو په اوږدوالي د پنځو استنادي دېوالونو، د 500 مترو په اوږدوالي د قره باغي کانال او د یو سربند جوړول شاملي دي، چې د غزني ولایت په مرکز او واغظ او اندړو ولسوالیو کې د څلورسوه زره(400000) امریکایې ډالرو په ارزښت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ، د غزني سیندیزې فرعي حوزې ترڅارنې لاندې پلي شوې دي، چې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې به خړوبې او د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس په کندز ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزې له نږدې وڅېړلې

 

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د کندز ولایت دشت ارچې، خواجه غار او کلباد ولسوالیو ته د اوبو د کمښت ستونزو، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

خوست ولایت کې د شمل پیرانو پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu