په غور ولایت کې د شپږو پروژو لومړنۍ سروې ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۲:۱۶
1

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غور ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني په ملتیا د یاد ولایت مرغاب ، چهار سدې او تیورې ولسوالیو ته د مرغاب پر سیند باندې د برېښنا د تولید بند د جوړولو ، د سرپتګ برېښنا د تولید او آبګردان بند، د مرغاب سیند د سواحلو تحکیم، ، د غلمین سرتګاب بند، د جوزچارکانال او د څښاک او زراعتي اوبو د برابرولو پروژې د لومړنۍ سروې په موخه سفر وکړ.

یاد تخنیکي ټیم د نوموړو بندونو،کانال، د مرغاب سیند د سواحلو تحکیم او د څښاک او زراعتي اوبو د برابرولو پروژې لومړنۍ سروې ترسره کړه.

ټاکل شوې ده چې د نوموړو شپږو پروژو د لومړنۍ سروې مطالعات د نورو اقداماتو د ترسره کولو لپاره د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریکې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د یونیسف له مشر او د واش برخې له مشرې سره د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د مدیریت په هکله خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر، محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، په خپل کاري دفتر کې د یونیسف له مشر محترم ډاکټر تاج‌الدین او د واش برخې له مشرې آغلې فرای تونهما سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵
Background image

کندهار ولایت کې د برغني چکډم پروژه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په تخته‌پل ولسوالي کې د برغني چکډم پروژه د ۲ میلیونه ۱۵۴ زره او ۱۰۱ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د شاخوا ۴.۵ متره لوړوالي په درلودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۲
Background image

غزني ولایت کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او پاکاري چارې پيل شوې

د غزني ولایت په بنګي، مزدور کلا، سلطان باغ، رحیم خېلو او زاړه ښار په کلیو کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او  پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې پيل شوې.

د نوموړي کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu