په فاریاب ولایت کې د روغني نباتاتو د کرلو په موخه د شاوخوا 64 زره هکتاره ځمکې سروې ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۵:۵۸
1

د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د اوبو او انرژي وزارت مقام د حکم پر بنسټ د فاریاب ولایت په دولت آباد او خان چهارباغ ولسوالیو کې د روغني نباتاتو د کرلو په موخه د ۸ قطعو ځمکو، چې د 63,949.1 هکتاره معادل کیږي، سروې ترسره کړه.

د نوموړې سروې پر بنسټ 3920.4 هکتاره ځمکه د کرلو وړ ده، چې ډیر ژر به عملي پلانونه ورته چمتو شي.

User account menu