په فاریاب ولایت کې د څلورو چکډمونو، یو هایدرولوژي سټیشن،یو سربند او کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۴:۲۷
1

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په همکاري د فاریاب ولایت په پښتونکوټ، المار، قیصار او خواجه سبز پوش ولسوالیو کې د قرچغې، بادغیسي اسلیم، خواجه ګوهر او شور مرحم چکډمونو، د خشت پل سټیشن او د آق درې تحت زغن سربند او کانال تخنیکي سروې ترسره کړه.

همدارنګه، نوموړي تخنیکي ټیم د نوموړو ولسوالیو له قومي مشرانو سره هم وکتل او د یادو چکډمونو او هایدرولوژي سټیشن په هکله یې معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu