په لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د پاک‌کاري چارې پيل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۵۰
1

۱۴۴۸/۳/۱۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۰ هـ ل

په لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د پاک‌کاري چارې په یاد کانال کې د اوبو د غوره بهیر او ښه مدیریت او د کروندګرو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش په موخه پيل شوې.

یاد کانال ۲۳ کیلو متره اوږدوالی لري او شاوخوا ۹۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي.

همدارنګه، د یاد ریاست مسؤلینو د قرغیو ولسوالي اړوند د فرمان‌خېلو او خروټو چکډیمونو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې د شاوخوا ۵۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۵۰۰۰ متره مکعب اوبه زېرمه، باراني او سېلابي اوبه به مهار او شاوخوا ۵۰۰ تنه ورڅخه ګټه پورته کړي.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۵۰
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د پاک‌کاري چارې پيل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۰ هـ ل

په لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د پاک‌کاري چارې په یاد کانال کې د اوبو د غوره بهیر او ښه مدیریت او د کروندګرو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۱۲
Background image

په لوګر ولایت کې د خواجه انګور کانال جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۹ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ولسوالي اړوند د خواجه انګور کانال جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد کانال چارې ۹۰ سلنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۴۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانيو په لګښت د بوکه غونډۍچکډیم د جوړولو چارې پيل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۹ هـ ل

د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اړوند د بوکه غونډۍ چکډیم د جوړولو چارې، د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې. . .

بیرته تګ

User account menu