په لوګر ولایت کې د 16 میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځه چکډمونو پروژې پرانیستل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۵:۲
1

د نوموړو پروژو پرانیست غونډه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د یاد ولایت د یو شمیر سیمه ییزو مسئولینو او مخورو په شتون کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په لنډه توګه اشاره وکړه او ویې ویل، چې له نیکه مرغه په ټولو برخو کې هېواد د آبادۍ او پرمختګ په لور روان دی.

په ورته مهال، د لوګر والي د اوبو او انرژي وزارت له کړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت مسئولین شپه او ورځ هڅه کوي ترڅو هېوادوالو ته په رښتینې توګه خدمات وړاندې کړي.

همدارنګه، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس او یو شمیر تخنیکي مسئولینو په دغو مراسمو کې د نوموړو پروژو په هکله معلومات وړاندې کړل او د لوګر ولایت یو شمیر مشرانو هم خپلې ستونزې د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

د یادونې وړ ده، چې د چکډمونو نوموړې پروژې به د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اسلامي امارت له بودجې څخه د اوبو ذخیره کولو، د موسمې سیلابونو د کنترول او د اوبو سرچینو د پیاوړتیا په موخه پلي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۱
Background image

خوست ولایت کې د پنځو کاریزونو د ترمیم او پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د خوست د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د صبریو ولسوالي او مرکز اړوند د صحرا، فقیر آباد، خیشکي ډنډې، نیک نام او چینو کاریزونو د ترمیم او پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۰
Background image

فاریاب، سرپل،جوزجان او سمنګان ولایتونو کې یو شمېر پروژې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوې

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم د شمال عمومي حوزوي ریاست تر چتر لاندې د فاریاب، سرپل او جوزجان د اوبو او انرژي ریاستونو او د پنج آمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

هلمند ولایت کې د اوبو په برخه کې یوه پروژه د څه باندې ۴۰۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

د هلمند ولایت د مرکز، لښکرګاه اړوند د هلمند سیند پر غاړه د بست کلا سیمه کې یوه پروژه د ۴۱۶ زره آمریکایي ډالرو په لګښت چې پکې د خاري او بست کلا اوبو لګولو کانالونو د ټینګښت ۶۷۰ متره. . .

بیرته تګ

User account menu