په ننګرهار ولایت کې د اتیا(80) زره امریکایې ډالرو په ارزښت د شپږو(6) کاریزونو د بیارغونې چارې پرانیستل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۳:۵۵
1

د ننګرهار ولایت په روداتو، خوږیاڼیو او چپرهار ولسوالیو کې د اتیا(80) زره امریکایې ډالرو په ارزښت د شپږو کاریزونو د بیارغونې چارې د ننګرهار والي محترم حاجي ملا محمد نعیم آخند، د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم سید فضل احد هاشمي او ګڼ شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو او قومي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوې.

د نوموړو پروژو په پرانیست غونډه کې د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس وویل، چې نوموړې پروژې د دریو میاشتو په موده کې د پانیک شرکت له لوري پلي کيږي، چې موخه یې د یادو ولسوالیو اوسیدونکو ته د څښاک پاکو اوبو رسول دي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د یونیسکو سازمان په مالي ملاتړ پلي کیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ګڼ شمیر کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه ورسیږي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې به خړوبې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu