په نیمروز ولایت کې د لښکري کانال د فرعي ویالو د دروازو د رغولو چارې پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۱:۲۷
1

د نیمروز فرعي سیندیزي حوزي ریاست له خوا د لښکري کانال د فرعي ویالو د دروازو د رغولو چارې د یاد ریاست د رئیس مولوي سید محمد ولي آغا او د یاد ریاست د تخنیکي ټیم په شتون کې پیل شوې.

همدارنګه، د یاد ریاست لخوا ټولو کروندګرو ته سپارښتنه وشوه چې د اوبو د بې ځایه مصرف څخه ډډه وکړي ترڅو د اوبو مدیریت په سمه توګه ترسره شې.

د یادولو وړ ده چې د یادو ویالو د دروازو تخنیکي سروې مخکې ترسره شوې وه او اوسمهال یې د رغولو عملي چارې پیل او د حقابه د تنظیم او وېشلو لپاره چمتو کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu