په هریرود مرغاب سیندیزه عمومي حوزه کې د میرآبانو د فعالیتونو د رسمي کولو په هکله دوه ورځنی سمینار ترسره شو.
یاد سمینار د هریرود مرغاب عمومي سیندیزې حوزې د رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام (مستوفي آغا )په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبولګولو، اوبو رسولو او کانالیزاسیون د انجنیرانو له خوا ترسره شو.
په یاد سمینار کې د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د میرابانو او د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې د فعالیتونو پروسې د رسمي کولو، موخو، دندو او مسؤلیتونو په هکله بشپړ معلومات وړاندې شول.
