په هلمند ولایت کې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو اړوند د دغه ولایت د ولس له استازي او د ولایت والي او نورو مسؤلینو سره لیدنه.

MEW-Media
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱ - ۹:۱۵
88

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل، د هلمند ولایت اړوند د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو په اړه په ولسي جرګه کې د هلمند له استازي او د دغه ولایت والي الحاج جنرال عبدالنبي الهام په مشرۍ چې د لښکرګاه ښاروال عصمت الله صمدي، مالي او اداري رئيس عبدالله اتل، د پوهنې رئيس محمد داود شاه صفاري، د روغتیا رئيس عبدالاحد حازم، د کرهڼې او مالدارۍ رئيس زلمی الکو، د سړکونو ساتنې رئیس اهل الله عبیدي، د اقتصاد رئیس نجیب الله رحماني، د ښار جوړولو او ځمکو رئیس محمد فاضل صافی، د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس محمد رسول سور ګل، د هلمند سندیزې عمومي حوزې رئيس محمد یحی څرګند يې ملتیا کوله، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یو شمېر رئيسانو هم ګډون درلود، وکتل.

په دغې ناسته کې په هلمند ولایت کې د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو په ځانګړي ډول د چکډم بندونو، ګبیوني او استنادي دېوالونو، کانالونو، کاریزونو، لوې، کوچني او متوسط بندونو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

په پيل کې د هلمند ولایت والي ښاغلي جنرال عبدالنبي الهام د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو د تطبیق په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې او فعالیتونه وستائيل او له ښاغلي انجنیر خان محمد تکل څخه یې مننه وکړه چې تل یې د نورو ولسونو په ګډون د هلمند د ولسونو غږ اورېدلی او وخت نا وخت یې د هغوئ ستونزو ته رسیدګي کړې.

وروسته د ټولو په استازولۍ د هلمند سندیزې عمومي حوزې رئيس محمد یحی څرګند د دغه ولایت د ولسونو غوښتنې ښاغلي تکل ته واورولې، دوئ په خپلو وړاندیزونو کې د چکډم (کوچنیو بندونو) جوړول، د نوي نهر سراج کانال ایجادول، د کجکي بند چارو ته چټکتیا ورکول، د زمینداور کانال چارې پيلول، په لویو ويالو د بريښنا سټېشنونو جوړول او یو شمېر نورو لویو او کوچنیو پروژو په اړه وړاندیز وکړل او زیاته یې کړه چې دا د هلمند ولس لپاره حیاتي ارزښت او لومړیتوب لري.

ورپسې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل لومړی دوئ ته ښه راغلاست وویل او وروسته یې په هلمند ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په روانو او تر پلان لاندې پروژو باندې هر اړخیز بحث او معلومات وړاندې کړل، ښاغلي تکل په خپلو خبرو کې وویل" د هلمند ولایت لپاره مو چې د کومو پروژو قراردادونه لاسلیک کړي ژر به یې چارې پيل شي؛ څو ورځې وړاندې مو د سنګین ولسوالۍ لپاره د یوې پروژې قرارداد لاسلیک کړ، همدارنګه د کاریز کانال قرارداد به په نږدې ورځو کې د ۳۲ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شي؛ د ګرمسیر کانال په تدارکاتو کې دی چې د ۱۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول کيږي؛ د نهر سراج د لومړي او دویم لاټ قراردادونه لاسلیک شوي چې د ۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړیږي، د کجکي بند چارې به د خصوصي سکټور د پلان مطابق مخته وړل کیږي؛ د زمینداور کانال او موسی قلعه بند چارې د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا تر سره کیږي موږ ور سره په جریان کې يوو تر څو یې چارې په ښه توګه پيل او سرته ورسیږي؛ دا او نورو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل...

هغه زیاته کړه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د هلمند ولایت لپاره د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې لاندې پروژې په پام کې نیول شوي چې ټولې به یې په خپل وخت تطبیق کیږي.

۱- د ګرمسیر د درویشان کانال د سربند او استنادي دېوال ترمیم.

۲- د نوي لښکرګاه شمالان کانال د بازوګانو ترمیم.

۳- د ناوې ولسوالۍ د قلفک په سیمه کې د کرنیزو ځمکو ژغورلو په موخه د ۳۶۰ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال پروژه.

۴- د قلعه بست په سیمه کې د ۶۵۸ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال پروژه.

۵- د هلمند ولایت د بولان په سپينه کوټه سیمه کې د کرنیزو ځمکو ژغورلو په موخه د استنادي دېوال پروژه.

۶- د بابای ملت پارک ختیخ لورته د ۵۳۰ متره اوږدوالي په اندازه د استنادي دېوال پروژه.

۷- د ناوې ولسوالۍ د نیګارین په سیمه کې د کرنیزو ځمکو ژغورلو په موخه د ۶۷۰ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال پروژه.

۸- د لښکرګاه شمالان کانال د ځنګل لورته د ۳۳۰ متره اوږدوالي به اندازه د استنادي دېوال پروژه.

۹- د بولان په سیمه کې د کرنیزو ځمکو ژغورلو په موخه د ۵۵۰ متره اوږدوالي په اندازه د استنادي دېوال پروژه.

په اخر کې ښاغلي خان محمد تکل د هلمند ولایت والي، د ولسي جرګې استازي، ولایتي رئیسانو او نورو مسؤلینو څخه وغوښتل چې د پروژو په تطبیق کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي ټيمونو او قراردادي شرکتونو سره مرسته او نظارت وکړي تر څو پروژې پر ټاکلي وخت او ښه توګه تر سره شي؛ په دې اړه ولس ته عامه پوهاوی وکړي او د ملي پروژو چې د ولس ګډ مسؤلیت دی ساتنه او څارنه وکړي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu