په هیواد کې د اوبو مدیریت په لور یو بل مثبت ګام؛ په اوبو او انرژۍ وزارت کې د عام المنفعه ۶ پروژو قراردادونه لاسلیک شول

mew-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۰:۴
اخبار

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی نن ( د ۱۳۹۸ کال د لیندی ۱۰ نیټه) له خصوصي شرکتونو سره د ټولګټو ۶ پروژو قراردادونه ( د کانالونو د بیارغونې او د سواحلو د تحکیماتو پروژې) د ۴۰۰ ملیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک کړ.

ښاغلی خُلمی په هېواد کې د اوبو مدیریت د ارزښت او اړتیا په اشارې سره وویل: ." دا پروژې په قندهار، هرات، پروان، بلخ او کاپیسا ولایتونو کې د اوبو د ښه مدیریت، د سیلابونو زیانونو د مخنیوي او کرنې د ودې په موخه پیل شوې دي." چی شاوخوا له ۱۶۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ به له دې پروژو څخه ګټه پورته کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د اوبو لګولو سیستم ښه والی د افغانانو په ژوند کې اغیزمن دي او ښاغلی خُلمی زیاته کړه "د اوبو او انرژۍ وزارت په هیواد کې د اوبو د سم مدیریت کولو لپاره په درې محورونو کې (د اوبو د سرچینو پیژندل، پراختیا او مدیریت ) کار کوي. چی د کانالونو او د سواحلو تحکیمات یو له هغو پلانونو څخه دی چې د اوبو سم مدیریت کولو لپاره اغیزمن دی."

په ورته وخت کې ، آغلی ذکیه سنګین، ښاغلی رییس عبدالخالق، ښاغلی انجنیر میر حیدر افضلي ، ښاغلی سید طاها صادق او ښاغلی خلیل احمد مجاهد د ولسي جرګې غړو د اوبو او انرژي وزارت مشرتابه څخه قدردانی وکړه او د دې ټولګټو ۶ پروژو قراردادونه لاسلیک کول د هیواد د کرنې او اقتصاد د ودې لپاره یې یو اغیزمن ګام وباله.

د شپږو پروژو له جمله څخه چی د اوبو او انرژي وزارت او خصوصي شرکتونو ترمینځ لاسلیک شوی څلور پروژې ( د کندهار ولایت په پنجوایی ولسوالۍ کې د ۱ لات د ارغنداب سواحلو تحکیماتو بیارغونه، د پروان ولایت په بگرام او سید خیل ولسوالیو کې د۱ لات او ۲ لات د غوربند سواحلو تحکیماتو بیارغونه او د کاپیسا ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د ۱ لات د پنجشیر صیاد سواحلو تحکیماتو بیارغونه ) د سواحلو تحکیماتو پروژې دی او دوه نورې پروژې( د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د کهسان کانال بیارغونه او د کلستر لکو، قچر او چوچمن کانالونو بیارغونه) د کانالونو بیارغونه پروژې دی.

دا پروژې د ۴۱۰۹۵۲۰۰۰ په ارزښت د د نړیوال بانک په تمویل سره تطبیق کیږی چی د یادو پروژو په بشپړیدو سره به د ۱۶۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبیږي او همدارنګه شاوخوا ۱۶۸۰۰ کورنۍ تړی ګټه پورته کوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu