په پروان ولایت کې د اوبیزو سرچینو د دریو پروژو سروې ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۵:۲۲
1

د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پروان ولایت په سیدخېلو ولسوالي کې د اوبیزو سرچینو د دریو پروژو ټولنیزه، اقتصادي، کرنیزه، چاپېریالي او تخنیکي سروې چې پکې د استنادي دېوالونو او د پنجشیر او غوربند سیندونو د څنډو تحکیم کاري شامله ده، ترسره کړه.

د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه چمتو او همدارنګه به سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه او استوګنیز کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

په ورته مهال، دنوموړې حوزې مسؤلینو د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې پوهنځي د پرکتیک پړاو زده کړیالانو ته په نظري او عملي توګه له سټیشنونو څخه د ارقامو د راټولولو، د اوبو د کچې د اندازه ګیري او ډیټا اخیستلو په برخه کې ښوونه ورکړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۲۱
Background image

د برېښنا انرژي د تولید یوه شرکت ته جوازلیک ورکړل شو

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس محترم خلیل الرحمن فاروقي د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د عبدالسمیع برېښنايي چوپړتیاوو شرکت مسؤل ته د برېښنا انرژي د تولید جواز لیک ورکړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۰
Background image

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی د "برېښنا صنعت" تر سرلیک لاندې ۲۵ نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه ایران هېواد ته په سفر ولاړ

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی چې پکې محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پایدارې انرژي عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزی، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي رئيس او محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۸
Background image

پکتیکا ولایت کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د نږدې ۵۰ زره افغانیو په لګښت نصب شول

د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت د برمل ولسوالي په مندرخېلو کلي کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د ۴۶ زره او ۲۴۰ افغانیو په لګښت نصب کړل.

د یادونې وړ ده، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu