په پروان ولایت کې د کانالونو، د سیند څنډو د تحکیماتو، استنادي دېوالونو، سربندونو او چکډمونو د جوړولو پنځو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۴:۴
1

د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د پروان ولایت د غوربند د شینواري ولسوالي په دره کفشان، طی کمر، باغ افغان او ملایې کلیو کې د کانالونو، د سیند څنډو د تحکیماتو، استنادي دېوالونو، سربندونو او چکډمونو د جوړولو پنځو پروژو تخنیکي سروې ترسره کړه.

د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به ګڼ شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو شي او لسګونه هکتاره کرنیزې ځمکې به هم خړوبې شي.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu