په پکتیا ولایت کې د بالادې کانال د بیارغونې پروژه د څه باندې اته سوه زره افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
په پکتیا ولایت کې د بالادې کانال د بیارغونې پروژه د اته سوه، دوه نوې زره او پنځه سوه شپيته (٨٩٢٥٦٠) افغانیو په ارزښت د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح او د یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په ګډون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
له دې کانال څخه ۳۵۰ کورنۍ ګټه اخلي او د۱۸۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
د یادې پروژې د بیارغونې چارې د اوبو په سکتور کې د بشري مرستو په مالي ملاتړ د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلې شوي دي.
