په پکتیا ولایت کې د څلورو ذخیروي بندونو ابتدائي مطالعات ترسره شول.
د اوبو او انرژي وزارت او د کابل سیندیزې عمومي حوزې ریاست د هدایاتو په اساس د پکتیا ولایت سیندیزې فرعی حوزې تر ریاست لاندې د یو تخنیکي ټیم لخوا د درنګ، بیتکی، لوی چرنګ او زاهو د اوبو ذخیره وي بندونو ابتدائي مطالعات ترسره شول.
د دې بندونو مطالعه د یو تخنیکي ټیم پواسطه د دغو بندونو د سروې په موخه ترسره شوه چې په راتلوونکې کې به د نورو بندونو سروې هم ترسره شي.
د اوبو او انرژي وزارت
