په کابل ولایت کې د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت د ۱۱ چکډمونو پروژو د پلي کولو چارې پیل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۴:۴۴
1

د نوموړو پروژو د پرانیستي مراسم د کابل ولایت په میر بچه کوټ ولسوالي کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کابل والي محترم الحاج ملا امین الله عبید، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي ولي محمد تائب او د یو شمیر نورو تخنیکي مسئولینو په شتون کې ترسره شول.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د نوموړو پروژو د پرانیستلو پر مهال د دغو پروژو د پلي کولو موخه د اوبو مدیریت، د کرنیزو اوبو چمتو کول او د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې ټولټال ۱۱ پروژې به د کابل ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې پلي شي، چې د میربچه کوټ په ولسوالي کې د سیاب بالا چکډم له دې مجموعې څخه لومړۍ پروژه ده.

په ورته مهال، د کابل والي د اسلامي امارت د مسئولینو رښتینو خدمتونو ته په اشارې سره وویل، چې د خوښۍ ځای دی چې نن افغانستان د داخلي امکاناتو او ددې وطن د بچیانو په هڅو سره د آبادۍ او سوکالۍ په لور روان دی.

په دغه برنامه کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال د نوموړو پروژو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، چې د پروژو د کیفیت په برخه کې دې زیاته پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې له دې مخکي هم د اوبو او انرژي وزارت له لوري د کابل ولایت په دریو ولسوالیو کې د چکډمونو د درې پروژو چارې پیل شوې وې، چې له هغې جملې څخه په ګلدرې ولسوالي کې یوه پروژه بشپړه او په خاک جبار او سروبي ولسوالیو کې دوې نورې پروژې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu