په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاککاري چارې پیل شوې
۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل
په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښهوالي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په موخه پيل شوې.
یاد کانال ۳۲ کیلو متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري، چې په دغه پروژه کې د ۳ کیلو متره پاککاري ترسره کېږي.
