په کاپیسا ولایت کې د ۹ بندونو د سروې او ډیزاین د څرنګوالي په هکله د محمود راقي ښکتني پنجشیر په سیندیزه فرعي حوزه کې غونډه ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۰:۴۷
1

یاده غونډه د محمود راقي ښکتني پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې د رئیس انجنیر کاوه خروش تر مشري لاندې د یاد ریاست د آمرینو او انجنیرانو په شتون کې ترسره شوه او په کاپیسا ولایت کې د درې وړو، درې منځنیو او درې لویو بندونو د اقتصادي، ټولنیزې او چاپیریالیزې سروې او ډیزاین د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یادې غونډې په پای کې د نوموړي ریاست تخنیکي ټیم ته اړیني لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

خوست ولایت کې د دوو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د خوست ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې او د ګربزو ولسوالي اړوند. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۹
Background image

کندز ولایت کې د مؤسسو له مسؤلینو سره د اوبو او انرژي پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد په کندز ولایت کې د مېشتو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل او د اوبو او انرژي پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په هکله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د وروستیو اورښتونو له کبله د قرغې بند د اوبو په کچه کې زیاتوالی راغلی

د وروستیو اورښتونو له کبله د قرغې بند د اوبو په کچه کې د پام‌وړ زیاتوالی راغلی؛ هغه وضعیت چې په هېواد کې د اوبو سرچینو  وضعیت د غوره‌والي ښکارندویي کوي.

په افغانستان کې د اقلیمي. . .

بیرته تګ

User account menu