په کندهار ولایت کې د ۸ کړیو څارنیزو او ۲۱ ژورو څاه ګانو ارقام راټول شول
د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د کندهار ښار د ځمکې لاندې اوبو د سطحې او کیفیت معلومولو په موخه د یاد ریاست اړوند ۸ کړیو څارنیزو او ۲۱ ژورو څاه ګانو ارقام را ټول کړل.
د یادو څارنیزو څاه ګانو څخه د را ټول شویو معلوماتو پر بنسټ د کندهار ښار په شمالي برخه کې د اوبو کچه نسبتا راپورته شوې او په سوېلي برخه کې کوم بدلون ندی راغلی.
