په کونړ ولایت کې به د اوبو او بریښنا دوو بندونو تر څنګ د خاص کونړ کانال جوړ شي.

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۳۲
321

په کونړ ولایت کې به د اوبو او بریښنا دوو بندونو تر څنګ د خاص کونړ کانال جوړ شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د کونړ ولایت والي محمد اقبال سعید او ولس استازي نعمت الله کریاب سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د اوبو مدیریت پراختیایي پروژو په ځانګړي ډول په کونړ ولایت کې د اوبو او بريښنا تولید بندونو په اړه خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د کونړ ولایت والي او د ولس استازي ته په دغه ولایت کې د دوو بندونو (سیدیرکت بند او قطار قلعه) د جوړولو قرارداد لاسلیک کولو خبر ورکړ او د خاص کونړ کانال د لاسلیک کېدو یادونه وکړه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu