پکتيا ولايت کې د ۲۱۳ مترو په اوږدوالي د يو استنادي دیوال تخنیکي سروې ترسره شوه.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۰:۱۲
1

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت مرکز ګردیز اړوند د کوچي خيلو په سيمه کې د بهيدونکي جلګې خوړ د څنډو د ټينګښت په موخه د ٢١٣ مترو په اوږدوالي د يو استنادي دیوال تخنیکي سروې ترسره کړه.

په دغه تخنیکي سروې کې د نوموړې سیمې توپوګرافي، هايدرولوژيکي، جيولوژيکي او ټولنيز ارقام هم راټول شول.

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس الحاج مولوي محمد کریم فاتح وويل، چې د یاد استنادي دیوال د ډيزاين پروسه به هم ډیر ژر پيل شي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ګڼ شمیر د استوګنې کورونه او لسګونه جريبه کرنيزې ځمکې د سيلابونو له ویجاړیو څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu