پکتیا ولایت کې  د اوو پروژو د حفظ او مراقبت چارې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۶:۲۳
1

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز او زرمت ولسوالي کې د کوتي خېلو او دولت زیو د اوبو ذخیرو پاکاري، د شاګوم خېلو د کانال د اوبو تقسیموونکي ودانۍ، د کوچني چرنګ سربند حفظ او مراقبت، د درنګ کانال حفظ او مراقبت ، د ګل بهار کانال د استنادي دېوال جوړونه او د حوض کانال او سربند د حفظ او مراقبت چارې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح، د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې د سهیل ختیځ زون مسؤل محترم بسم الله بسمل، پکتیا ولایت کې د ایف، اې، او ولایتي استازي محترم محمد عبدالقیوم سلیمان زي او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نوموړو پروژو د چارو په پرانیست غونډه کې د طبیعي سرچینو د ارزښت او مدیریت په هکله په مفصله توګه خبرې وکړې.

همدرانګه د خوړو او کرنې نړیوالي ادارې استازي د نوموړو پروژو په هکله اړین تخنیکي معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړو پروژو چارې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu