پکتیا ولایت کې درې پروژې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او د دوو پروژو چارې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل  شوې

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۴۵
۱

د پکتیا ولایت  په زرمت ولسوالي کې د بېټکې چکډم او ټرینجونو، د برملایانو کارېز د اوبو حوض، د شولګډ کاریز سربند او کانال پروژو چارې د ۱۵میلیونه، ۲۲۶ زره او ۸۲۰ افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د پکتیا مرستیال والي محترم شیخ انعام الله صلاح الدین، د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو، قومي مشرانو او علماوو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د پکتیا ولایت په څمکنیو او لجه منګل  ولسواليو کې د پل بنګښ او ډوډې هایدرولوژي سټيشنونو د ساتنې او مراقبت پروژې چارې د ۴ میلیونه، ۴۲۱ زره او ۷ افغانیو په لګښت پیل شوې.

د اوبو او انرژي وزیر د دغو پروژو په مراسمو کې د هغوی د ارزښت په هکله خبرې وکړې، او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به په هېواد کې د ۲۷ بندونو د جوړېدو چارې پیل شي.

همدغه راز، د پکتیا مرستیال والي د دغو پروژو په مراسمو کې د ولس د اړتیاوو په هکله مفصل ډول بحث وکړ او په پکتیا ولایت کې د سترو پروژو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

په ورته مهال د پکتیا د اوبو او انرژي تخنیکي سلاکار د نوموړو پروژو په هکله اړین تخنیکي معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د نوموړو پروژو ګټې ته په سپارلو سره به په پکتیا ولایت کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او سلګونه جریبه نوره ځمکه او استوګنیز کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له اوبو مخ په ډکېدو دی

په هېواد کې د وروستیو اروښتونو له کبله د غزني ولایت د سردې بند هم له اوبو مخ په ډکېدو دی، چې کولای شي په دغه ولایت کې د اوبو سرچینو په پیاوړتیا او کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې اړین. . .

بیرته تګ

User account menu