پکتیا ولایت کې د اوبو لګولو دوه پروژې د نږدې دوه سوه څلوېښت زره ډالرو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۴:۲۳
1

د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور، د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا اسماعیل آخندزاده، د اړیکو دفتر موسسې عمومي مسؤل محترم محمد رحیم خوستي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د پکتیا ولایت د مرکز اړوند د تیرې په سیمه کې د ټنډانو سربند پروژه چې څلور سوه کورنۍ ورڅخه استفاده کوي  او روحاني بابا ولسوالي کې د کني کانال پروژه چې درې کیلو متره اوږدوالی لري او ۲۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي د دوه سوه اووه دیرش زره او نهه سوه نوې (۲۳۷۹۹۰) ډالرو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړو پروژو په مراسمو کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اوبو د مدیریت په برخه کې خبرې وکړې او د اوبو مدیریت یې د هېواد لپاره یو ستر اقتصادي عامل یاد کړ. نوموړې د هېواد د آبادۍ په برخه کې د مسلکي قشر ونډه بنسټیزه وبلله او زیاته یې کړه، چې اوس په هېواد کې د امن فضا رامنځته شوې ؛ د پروژو د پلي کولو او د پانګونې لپاره تر ټولو ښه فرصت چمتو شوی دی.

همدارنګه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کني او ګاویان د اوبو د ذخیروي بندونو له سیمو څخه هم لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د ټنډانو د سربند پروژه د سویس د پراختیايي همکارې ادارې په مالي ملاتړ د اړیکو دفتر همکارې موسسې له لوري  او د کني کانال پروژه  دسولې رېښې موسسې له لوري د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلې شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶  هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

بیرته تګ

User account menu