پکتیا ولایت کې د بره غوریزي چکډم تخنیکي سروې ترسره شوه
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالي اړوند د بره غوریزي چکډم تخنیکي سروې ترسره او د سیمې توپوګرافي، هایدرولوژيکي، جیولوژيکي او ټولنیز ارقام هم را ټول کړل.
د نوموړي چکډم په جوړېدو سره به د سیمې د ځمکې لاندې اوبه تغذیه ، ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.