پکتیا ولایت کې د دوو تحکیماتي دېوالونو د جوړېدو چارې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴
1

پکتیا ولایت کې د جلګې خوړ څنډو د ټینګښت په موخه د بر کوچي خېلو استنادي دېوال او د نورالدین بابا کلا د ګبیوني دېوال د جوړېدو چارې د ۱۸ میلیونه، ۸۷ زره او ۱۰۲ افغانیو په لګښت د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي، یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو، قومي مشرانو او د سیمې د خلکو په شتون کې پیل شوې.

د برکوچي خېلو استنادي دېوال د ۲۷۷ متره په اوږدوالي سره جوړیږي، چې چارې به یې د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې او د نورالدین بابا کلا د ګبیوني دېوال د ۴۶۴ متره په اوږدوالي سره جوړیږي، چې چارې به یې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه پروژې د جلګې خوړ څنډو د ټینګښت، د سېلاب له ګواښ او ویجاړیو څخه د کرنیزو ځمکو او استوګنیزو کورونو د ساتنې او د سېلابي اوبو د لوري د منظموالي په موخه پلي کېږي.

په نوموړو پروژو کې د سیمې اوسېدونکو ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې، چارې یې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu