پکتیا ولایت کې د پنځو پروژو چارې د نږدې ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۰:۱۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي او مرکز ګردیز کې د "حسین خېلو د اقلیم بدلون سره د مقابلې پروژې" ترسرلیک لاندې د پنځو پروژو د بنسټ ډبره د ۲۷ میلیونه، ۹۸۶ زره او ۵۱۹ افغانیو په لګښت د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم انجنیر محمد عارف مومند، د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح، د پکتیا ولایت د مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې کېښوده.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې د هغوی د ارزښت په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او  په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت ته په اشارې سره د بنسټیزو پروژو پلي کول یو اړین ګام وباله او د افغانستان د اسلامي امارت له لوري تر کار لاندې سترو پراختیایي پروژو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح د نوموړو پروژو په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د "حسین خېلو د اقلیم بدلون سره د مقابلې ترسرسلیک لاندې پروژه"  څلور برخې لري، چې پکې د بیټکې چکډم او ټرینچونه، د حسین خېلو کاریز ساتندوی دېوال، د بر ملایانو کاریز د اوبو حوض او شولګډ کاریز سربند او کانال شامل دی، چې ټول لګښت یې ۱۵ میلیونه، ۲۲۶ زره او ۸۲۰ افغانۍ دي، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په مالي لګښت د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او په شپږو میاشتو کې به بشپړې شي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۱۰۰ هکتاره زیاته کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

په ورته مهال، د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم انجنیر محمد عارف مومند د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي ریاست د اداري ودانۍ په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د پکتیا د اوبو او انرژي ریاست اداري ودانۍ پروژه، چې د افغانستان اسلامي امارت په مالي لګښت د ۱۲ میلیونه ۷۵۹ زره او ۶۹۹ افغانیو په ارزښت د پکتیا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې په دوو پوړونو کې جوړیږي، ۱۸ اداري خونې، یوه د کانفرانسونو خونه، یو پخلنځي او ۹ تشنابونه لري او همدارنګه یو د څښاک اوبو څاه، د فاضله اوبو سپټیک سیسټم، د ودانۍ د بام د باران او واورې اوبو راټولونې او د جذبي څاه په مرسته د ځمکې لاندې طبقو ته د تزریق سیسټم، د احاطې داخلي سړکونه او د موټر تم ځای شتون لري، چې چارې به یې په ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶  هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

بیرته تګ

User account menu