پکتیکا ولایت کې د ترخکي کلي چکډم له اوبو ډک شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۵
1

د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالي کې د ترخکي کلي د اوبو ذخیره کولو کوچنی بند چې څه موده وړاندې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د دوه میلیونه، دوه سوه یو وېشت زره، دوه سوه او اته ویشت(۲،۲۲۱،۲۲۸) افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته سپارل شوی وو، له اوبو ډک شو.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د اوبو ذخیره کولو ۱۴۰ کوچني بندونه د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د موسمي سیلابونو د کنټرول او د چاپېریال د ښکلا په موخه جوړیږي.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu