پکتیکا ولایت کې د زیړې چکډم پروژه د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۹:۸
1

د پکتیکا ولایت په خیر کوټ ولسوالي کې د زیړې چکډم پروژه د درې میلیونه، دوه سوه، نوې زره او یو سلو نهه شپېته اعشاریه دوه (3290169,2) افغانیو په ارزښت د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړي چکډم په جوړېدو سره  ۸۳۸۰ متره مکعب اوبه ذخیره او د اوبو په برخه کې به د سیمې د اوسیدونکو ستونزې هوارې او د کاریزونو او چینو اوبه به تغذیه او پياوړي شي.

نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د یوه کورني شرکت سره قرارداد شوی وو او د څلورو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu