پکتیکا ولایت کې د سلګډي چکډم د جوړولو چارې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۰:۱۵
1

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالي کې د سلګډي چکډم د جوړولو چارې د درې میلیونه، شپیته زره، څلور سوه، شپاړلس اعشاره یو(3060416.1) افغانیو په لګښت د پکتیکا ګومل سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار انجنیر عیسی محمد مسلم او د قراردادي شرکت استازو په شتون کې پیل شوې.

نوموړی چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د 41.4 متره په اوږدوالي، د ځمکې له سطحې څخه د 5 متره په لوړوالي، په تهداب کې د 2 متره ژوروالي او په تهداب کې د 5 متره او په سر کې د 0.8 متره سور سره جوړیږي، چې د 5185 متره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا به ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu