پکتیکا ولایت کې د څه باندې دیارلس(13) میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو کوچنيو ذخیروي بندونو د جوړولو چارې پیل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۴:۴۳
1

د پکتیکا ولایت په پنځو ولسوالیو کې د څه باندې دیارلس(13) میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو کوچنيو ذخیروي بندونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې نوموړې پروژې په تروې ولسوالي کې د 4402539، په وازیخواه ولسوالي کې د 1135470.36، په خیرکوټ ولسوالي کې د 3290169.2، په نکه ولسوالي کې د 2298917.7 او په چهار بران ولسوالي کې د 1928974.41 افغانیو په ارزښت پلي کیږي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره پلي کیږي، چې د چارو په بشپړیدو سره به یې ۴۲۵۱۱ متره مکعب اوبه ذخیره شي، چې د ځمکې لاندې اوبو دکچې په لوړېدو کې به اغېزمن رول ولوبوي او د اوبو په برخه کې به د نوموړو ولسوالیو د اوسیدونکو ډیرې ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu